په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

فساد او د خلکو پر ورځني ژوند يې اغېز

افغان ولسمشر اشرف غني منلې هېواد يې د نړۍ تر ټولو فاسدو کې دی، خو وايي په لوېديځ کې د نشه يي توکو غوښت يو له هغو دليلونو دى چې په افغانستان کې فساد ته لار هواروي.

ښاغلى غني دا خبرې په لندن کې د فساد پروړاندې مبارزې له لوی کنفرانس مخکې له بي بي سي سره کولې.

پر ترهګرۍ او جګړې سربېره د افغانستان يوه تر ټولو لويه ننګونه د فساد کابو کول او مخنيوی دی.

تېره څه د پاسه یوه لسيزه کې افغان حکومت د مبارزې ټټر وهلی، او د نړيوالو همکارۍ غوښتونکي دي.

خو دا چې پر کور دننه فساد د خلکو پر ورځني ژوند څه اغېز لرلى دى.. عبدالله نظامي ورته خپل راپور کې کتنه کوي.