په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د سلګونه نويو سيارو موندنه

ناسا چې د امريکا فضا پوهنې او سپړنې اداره ده، وايي له لمريز سيستم بهره يې نژدې ۱۳ سوه نوې سيارې موندلې دي.

دا بهرنۍ سيارې په کېپلر فضايي ټېلېسکوپ موندل شوې دي. ناسا وايي دا موندنه د مځکې په څېر د لږترلږه يوې بلې سيارې موندلو فرصت زياتوي، چې ژوند ښايي په کې شونی وي.