په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د هالنډ غاټول او ګټې وټې

هالنډ ته هر کال لس ميليارده ډالر د گلونو له پلوره ورځي. ګلانو کې یې بيا د بېلا بېلو رنگونو غاټول خورا مشهور دي.

دغه هېواد هر کال د گلانو په گڼو نندارتونونو کې نه يوازې زرگونه نړيوال سيلانيان ورجلبوي چې سوداگر هم د ګلانو د پېر په موخه ورروان وي.

کريمه نعيمي هالند ته ورغلې وه چې د غاټولو ننداره يې وکړي.