په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغانستان کې د کوکنارو کرکيله

د افغانستان په شمالي ولایت بلخ کې چې څو کاله وړاندې د کوکنارو کښت په کې صفر و، سږ کال یې بیا بزګرو کرکیلې ته زړه ښه کړی.

کروندګر وايي نور کښتونه ګټه نه لري، او دولت چې ورسره د مرستو کومې ژمنې کړې وې هغه یې هم نه دي پوره کړې.

افغان حکومت بیا د هېواد په ځینو برخو کې زیاتېدونکې نا امني د کوکنارو د کښت لامل ګڼي.

امیر بریال له بزګرانو سره غږېدلی او دا یې هم پوښتلي چې ولې حکومت په دې نه دی توانېدلی چې د کوکنارو د کښت مخه ونیسي؟