په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د طالبانو پر مشر ملا منصور بريد

د افغانستان ملي امنيت ادارې د دې پخلی کړی چې د طالبانو مشر ملا اختر منصور د امريکا يو ډرون برید کې وژل شوی دی.

د امريکا بې پيلوټه الوتکې شنبې ورځ د ملا منصور ګاډی د بلوچستان يوه لرې پرته سيمه کې په نښه کړی و.

د افغان ملي امنيت دا وينا لومړی رسمي پخلی دی، او ويلي یې دي چې طالب مشر دالبندين سيمه کې وژل شوی دی.