په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د "اسلامي دولت" نومې ډلې پر ضد جګړه

په عراق او سوريه کې د "اسلامي دولت" نومې ډلې پر ضد بېلابېل عملیات روان دي چې دوی له خپلو مرکزونو په شا وتمبوي.

په عراق کې د دغې ډلې پر ضد ايتلاف د فلوجې په ښار کې د پرمختګ په حال کې دی او په سوریه کې بیا کوردي ځواکونو، چې امریکا یې ملاتړ کوي دغه ډله په رقه کې په شا تمبولې.

خو لکه په دې رپوټ کې یې چې ګورو دغه جګړه څومره چې ښکاري هغومره ساده نه ده.