په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

مکسيکو کې کب نيونه

ځينو مرستندویه ټولنو پر مکسیکو غږ کړی چې د هغو کبانو په نېولو دې بندېز ولګوي، چې کوچنۍ غوا، یا سمندري پانډا یې بولي.

د دغو کبانو نسل د ورکېدو له ګواښ سره مخ دی. یوازې تېر کال څلوېښت سلنه کم شوی.

اوس کارپوهانو خبرداری ورکړی چې د ناقانونه کب نيونې د مخ نيوي لپاره باید مکسیکو خپلې هلې ځلې لا ګړندۍ کړي.