په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د طالبانو د نوي مشر ټاکنه

طالبانو مولوي هبت الله اخوند د خپل نوي مشر په توگه ټاکلى دى. د طالبانو وياند د دې خبرې له يادولو سره په لومړي ځل رسمآ دا هم ومنل چې مخکينى مشر ملا اختر منصور په پاکستان کې د امريکا د بې پېلوټه الوتکې په بريد کې وژل شوى دى.

افغان حکومت پر نوي طالب مشر غږ کړى چې د سولې خبرو ته رامخته شي. سيد عبدالله نظامي له کابله نور جزييات لري.