په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

جرمني کې ټولنې ته د کډوالو ګډون لپاره نوي قوانین

جرمني خپله ټولنه کې د کډوالو ورګډولو په اړه نوي قوانين وړاندې کوي، جاپان کې بيا د نړۍ غونډ شوي ځواکمن مشران د دې کړکېچ د حل او لا نور ملاتړ هڅونه کوي. جرمني د ډېرو کډوالو لپاره لومړی غوراوی و، چې پنا غوښتنې يې په کې وړاندې کړې دي.

تېر کال څه د پاسه يو ميليون کډوال له جرمن پولو دغه هېواد ته ورننوتلي وو.

اوس دا چې هلته د خپل کور احساس وکړی شي، د جرمني حکومت پر يوه نوي قانون کار کړی، چې له مخې کډوال د دغه هېواد ټولنه کې ورګډېدی شي.