په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د اولمپيک لوبو د ځای بدلولو غوښتنه

د نړۍ د روغتیا ادارې (ډبلیو اېچ او) هغه وړاندیزونه رد کړي چې وایي، د اولمپیک لوبې دې د برازیل له ریو څخه بل ځای ته ولېږدول شي، ځکه هلته د زیکا ویروس خپور شوی.

تر سلو زیاتو روغتيايي کارکوونکو یو لیک لاسلیک کړی. وایي دا د "اخلاقي اصولو" خلاف خبره ده چې لوبي دي له پلان سره سمې پر مخ ولاړې شي په داسې حال کې چې د عامو خلکو روغتیا ته خطر شته.