په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغان ځواکونو کندهار کې پوځي عملیات پيل کړي

افغان ځواکونو د کندهار ښوراوک ولسوالۍ او یو شمېر نورو سیمو کي پوځي عملیات پیل کړي دي.

د دوبي له رسېدو سره افغان امنيتي ځواکونه د خپل هېواد په ګڼو نورو سیمو کې هم د وسله والو پر وړاندې د "شفق" په نامه پر پوځي عملیاتو بوخت دي.

خو د ښوراوک ولسوالۍ ځایي خلک د افغان پوځیانو له چلنده خوښ نه دي. ځينې يې وايي دغو عملیاتو يې ورځنی ژوند ستونزو سره ورمخامخ کړی دی.

زموږ همکار مامون درانی له کندهار نور حال لري.