په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د طالبانو يوه ډله وايي له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کېناستی شي

له افغان طالبانو د بېلې شوې یوې ډلې یوه مشر اشاره ورکړې چې کېدی شي له افغان حکومت سره مخامخ خبرو اترو ته کېني. د ملا محمد رسول په مشرۍ ډلې مرستیال ملا عبدالمنان نیازی وايي که چېرې، هغه چې ده اسلامي شریعي نظام وباله د رامنځته کېدو او د بهرنیو ځواکونو د وتلو ضمانت ورکړل شي، د افغانانو تر منځ خبرو اترو ته تیار دي.

وړاندې هم تل طالبانو دا ډول شرایط وړاندې کړي وو، خو دا ځل یې توپیر دا دی دغه ډله وايي مخامخ خبرو ته به تیاره وي.

د ملا رسول په مشرۍ یو شمېر طالبان د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مړينې له اعلان او د طالبانو د نوي مشر په توګه د ملا منصور له ټاکلو ورسته له طالبانو بېله شوې ده.