په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ايا په خواله رسنيو د کرکې مخنيوى شونى دى؟

په کابل کي یو شمېر ځوانانو د قومي او ژبني تعصب پرضد لاریون کې ويلي چې "له سیمه ییزو، قومي او ژبنیو جنجالونو ستړي شوي او نور په دې هیواد کي د قومونو ترمنځ د تبعیض زغم نه لري." دا اعتراض تر ډېره په خواله رسنيو کې د کرکې او نفرت خورولو اوغندلو په موخه شوى.

دا چې پر خواله رسنيو له کرکې ډکو څرگندونو مخنيوي لپاره د افغانستان قانون څه وايي؟ او هغه کسان چې له دې قانون څخه سرغړونې کوي څه ډول سزا سره مخامخ کېدى شي؟ دا اونورې پوښتنې زمونږ همکار عنايت الحق ياسيني د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت حقوقي سلاکار، دلاور نذير زوى، سره څېړلې دي.