په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

چين غواړي هغو کسانو ته سزا ورکړي چې د خپلو زړو خپلوانو ساتنه نه کوي

د نړۍ ډېرو ځايونو کې د زړو او مشرانو پالنه يې خپلې کورنې کوي، او ميندې پلرونه يې چې کله زړېږي دا د خپلې دندې او مسئوليت يوه برخه ګڼي، چې پام ورته وکړي او هم يې د ژوند چارې ورسمبال کړي.

خو چين کې حکومت اړ شوی، داسې نوې واګې رامخکې کړې چې له مخې به یې هغو اولادونو ته سزا ورکوي، چې خپلو ميندو پلرونو ته له پاملرنې سرغړاوی کوي.

چين کې د ژوند کچې له ښه کېدو سره د زړو خلکو شمېر په زياتېدو دی.