په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پاکستان کې د ښځو اړوند قانون پر سر ناندرۍ

د پاکستان بشري حقونو کمسيون د اسلام نظرياتي يا فکري شورا غندنه کړې، چې ويلي یې وو، يو مېړه خپله ښځه په نرمه ډبولی شي.

دا نانندره ييز وړانديز د ښځو خونديتابه يو قانون ته، چې د پنجاب ايالتي اسمبلۍ تېر مارچ منلی و، په ځواب کې شوی دی.

د پاکستان ديني ډلو دا قانون نااسلامي بللی دی.