په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

تورخم کې د ویزا شرط او پر ورځني ژوند یې اغیزې

پاکستاني چارواکو له تورخمه د تېرېدو لارې چارې سختې کړې، او وايي تېرېده يوازې په پاسپورټ او ويزې کېدی شي. ګڼ شمېر خلک یې اغېزمن کړي پاکستاني چارواکو تورخم بندر کې د پېژندپاڼو او ويزو په غوښتنه، له ډېورېنډ کرښې د تېرېدو راتېرېدو چارې سختې کړې دي. له دې تدبير سره ګڼ شمېر خلک اغېزمن شوي، چې د ورځنيو چارو لپاره د کرښې دواړه غاړې سفرونه کوي. پاکستاني چارواکو د دوشنبې پر ورځ په ډاګه کړې وه چې له سې شنبې،نهې وروسته به يوازې هغه خلک له تورخمه تېرېدی شي، چې د سفر پوره پېژندپاڼې او سندونه ولري.