په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغانستان کې فساد او د مخنیوي لارې چارې یې

شل مېاشتې وړاندې د افغانستان ملي یووالي حکومت د فساد د ختمولو ژمنه وکړه.

ولسمشر غني په دې ناره چې "زه فاسد نه ېم او نورو ته به هم اجازه ور نه کړم" د کار د پېل لوړه وکړه، خو لا هم افغانستان د فاسدو هېوادونو د نوم لړ په سر کې دى.

فساد د خلکو پر ژوند څه اغېز کړی او ایا د ريښو ايستل یې شونې کار دى؟

د فکر لارې په خپرونه کې پر همدې خبرې کوو.

په پروگرام کې راسره مېلمانه:

افغانستان کې د روڼتیا د څار ادارې اجرایوي مشر کریم افضلي.

مدني فعاله ارزو ساپۍ او لندن کې افغان محصل ذبیح بهار