په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

هرات کي د افغان توکو نندارتون

د هرات د صنعتکارانو ټولنه وایی کورنیو صنعتی تولیداتو خپل بازار پیدا کړی خو بهرنى مارکېټ لا نه لري.

دغه ټولنه وایی د هرات په صنعتی ښارګوټی کې اوس تر پخوا فابريکې ډېرې دي.

د همدې ټولنی په نوښت په دی وروستیو کی په هرات کې د کورنیو تولیدی توکو ځانګړی نندارتون هم جوړ شو.

یوشمیر پلورونکي بیا وایی چی اوس هم ډیری رانیوونکي، بهرني توکي خوښوي. زموږ همکار، محمد قاضي زاده دغه ځانګړي نندارتون ته ورغلی و.