په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د حيواناتو پټ ښکار

د ملګرو ملتونو د چاپېریال ساتنې پروګرام او نړیوال پولیس وایي، د وحشي حیواناتو وژل او خرڅلاو جرمونه، لکه څرنګه چې دوه کاله مخکې اټکل کېدی ۲۶ سلنه لوړ دي.

یو نوی رپورټ وایي، نړیوالې ورانکارې ډلې له دې کاروباره اټکل کېږي تر ۲۵۰ میلیارده ډالره ګټه پورته کوي. دوی د وحشي حیواناتو غوښه او د پیلانو غاښونه خرڅوي.

د افریقایي هېواد، انګولا حکومت، ژمنه کړې دوی به خپل تر ټولو لوی مارکېټ چې دغه ناقانونه چارې په کې روانې دي، تړي.