په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پاکستان کې د افغان زده کوونکو شمېر ۲۰ سلنه رالوېدلی

په ښوونځيو کې د پاکستان مېشتو افغان کډوالو شمېره په سلو کې ۲۰ رالوېدلې ده.

د کډوالو د ښوونځيو چارواکي وايي د کتابونو نشتوالى، د مالي مرستو کمښت او پر خصوصي ښوونځيو د پاکستان له لورې د ماليې غوښتنې لوى اغېز پرې کړى دى.

په پاکستان کې افغان کډوال خپل ښوونځي لري او هغه چې ښوونځيو ته نه ځي بيا په ديني مدرسو کې درس وايي.

زموږ همکار رحمان الله پرې له پېښوره رپوټ لري.