په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د سوريې جګړه، کلابند ولسي وګړي

سوريه کې فعالان وايي پر حلب دا اوونۍ شپږ سوه هوايي بريدونه شوي، چې سل يې په تېرو يوازې ۲۴ ساعتونو کې وو.

ملګري ملتونه وايي د سوريې لروبر نژدې ۶۰۰ زره خلک په ۱۹ بېلابېلو کلابندو سيمو کې اوسېږي. يوه يې په حمص کې د الواعر سيمه ده.

بي بي سي داسې ځانګړې انځورونه ترلاسه کړي، چې ښيي خلک څنګه هلته په ډېرو کمو خوړو پايي.