په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

تورخم کې ترينګلتيا

په تورخم کې د افغان او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو تر منځ له وسله واله نښتې وروسته دروازه تړل شوې او د ترينګلتيا کابو کولو او لارې بيا پرانيستې لپاره خبرې روانې دي.

د ننګرهار امنيه قوماندان زړور زاهد ويلي يو افغان سرتېری وژل شوی او شپږ نور ټپیان شوي، په داسې حال کې چې سيمه کې يوه پاکستاني افسر ويلي نښته کې يې دوه ساتونکي او نهه نور ملکيان ټپيان شوي دي.

سيد عبد الله نظامي يې نور حال راکوي.