په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

عمري لپاره د ځوانو افغانانو د ويزې ستونزه

سعودي پر هغو افغانانو چې تر څلویښتو کلونو عمر لږ وي، د عمرې ویزه بنده کړې. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي په کابل کې د سعودي سفیر په دې هکله کوم څرګند دلیل نه دی وړاندې کړی.

خو افغان سیلاني شرکتونه ادعا کوي دا بندیزونه له هغه وروسته ډېر شوي چې د یمن او سعودې تر منځ شخړې زور اخیستئ.

زموږ همکارې نجما ځلا له کابله پرې راپور جوړ کړی.