په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د مکسيکو سفيره ولې په ډيلي کې د موټر پر ځای ريکشا کې سفر کوي؟

په ډهلي کې یوې بهرنۍ ډیپلوماټي د دغه ښار ککړې هوا ته د خلکو پام په یوه بې سارې ډول را اړوي.

په هند کې د مکسیکو سفیره په ښار کې د ګرځېدو لپاره د موټر پر ځای له ریکشا کار اخلي.

دا وایي، ریکشا د موټر په پرتله هوا لږ ککړوي او په ښار کې په اساني سره دیخوا هاخواته ګرځېدای شي.