په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د اورلنډو له پېښې وروسته د ولسمشر اوباما او ډونالډ ټړمپ تر منځ ناندرۍ

د امریکا د پلټنو فيډرالي اداره یا (ايف بي ای) د هغه کس له مېرمنې پوښتني گروېږني کوي چې د امریکا په اورلنډو کې یې د همجنسخوښوونکو د شپې په یوه کلب کې ۴۹ کسان ووژل.

وایي ښایي دا د خپل مېړه له پلانه خبره وه. امریکایي رسنیو هم داسې رپوټونه خپاره کړي چې وایي د عمر متین، مېرمنې نور، هغه یو ځل دې کلب ته بیولی وه او په دې هم خبره وه چې وسلې یې اخېستې وي.

خو پولیس یې پرې نه وو خبر کړي، اوس ښایي له قانوني چلند سره مخامخ شي. بل لور ته دغې پېښې د سیاستوالو تر منځ هم ډېرې ناندرۍ راپارولې دي، او په دې غور کوي چې دې غمیزې ته څه ډول غبرګون وښيي.