په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته

افغان چارواکي وايي تېره شپه د ډیورنډ په کرښه تورخم کې له پاکستاني ځواکونو سره په نښته کې د دوى يو سرحدي پوليس وژل شوى دى.

ځايي خلک وايي په کرښه تېره شپه دوه درې ساعته ډزې وشوې. پرون يو پاکستانى پوځي افسر له ټپونو ومړ.

پاکستان غواړي دغلته يوه ودانۍ جوړه کړي خو افغانستان يې مخالفت کوي.