په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

تورخم کې اوربند، د خلکو تګ راتګ لا نه دی پيل شوی

د ډيورنډ پر کرښه تورخم کې د افغانستان او پاکستان سرحدي ځواکونو ترمنځ له چارشنبې پيل شوی اوربند لا هم پر ځاى دى.

سيمه کې اوس ارمي ده او ځانگړي ځواکونه له کرښې لرې لېږدول شوي دي. که څه هم پاکستانۍ غاړې خپل لور ته د لانجمنې دروازې د جوړولو چارې بيا پيل کړې خو له کرښې د عادي خلکو تېرېدو او تلوراتلو بهير لا نه دی پيل شوی.

زموږ همکار سيد عبدالله نظامي رپوټ لري.