په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

سوريه کې د داعش پر ضد د حکومت مخالفو ډلو هڅې

امریکا کې د بهرنیو چار تر ۵۰ ډېرو چارواکو یو لیک چې سوریه کې د ولسمشر اوباما پر تګلارې نیوکه کوي لاسلیک کړی دی.

وايي امریکا باید د ولسمشر اسد د حکومت پر ضد هدفي پوځي بریدونه وکړي چې له اوربنده د دوام داره سرغړونې مخه ونیسي.

بل پلو، د حکومت مخالفو ځواکونو یو ایتلاف د سوریې شمال کې له "اسلامي دولت" نومې ډلې د منبج ښار بېرته نیولو ته نژدی شوی دی.

دې ایتلاف کې کوردان، عربان، او ترکمن ځواکونه برخه لري او امریکا یې ملاتړ کوي.

بي بي سي ته ځانګړې اجازه ورکړل شوې، دې رپوټ کې ښايي ځینې برخې درته خپه کوونکې وي.