په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د جعلي موبايلونو پر کارولو بنديز

پرمختيايي هېوادونه ډېر د جعلي ګرځنډ ټيليفونونو له ستونزې کړېږي.

خو تانزانيا کې د مخابراتو چارواکي وايي، اوس يې له ۶۰۰ زرو ډېر جعلي موبايلونه د تماس له ليکې ايستلي دي.

تانزانيا په داسې هڅو کې له کمېرون، جنوبي افريقا او نايجېريا سره مله شوې، چې د دغه ډول ټليفونو په شلولو خپل امنيت او د روغتيا چارې سمې کړي.

د دغه هېواد د نژدې ۵۰ ميليونو وګړو له منځه شاوخوا ۳۳ ميليونه ګرځند ټليفونو کاروونکي لري.