په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د رياض او واشنګټن اړيکي

١٥ کاله وړاندې په امريکا کې د سپتمبر په ١١ مه بريدونه وشول.

بريدگر عرب وو، خو لا تر اوسه داسې پوښتنې شته چې د سعودي حکومت په دې بریدونو کې لاس درلودی که نه؟

سعودي په ښکاره د اسلامي سخت دریځۍ ضد دریځ خپل کړی او له امریکا سره په دې تګلاره کې ځان ملګری ښيي، خو د امریکا کانګرس داسې نوی قانون په نظر کې لري چې شاید سعودي پر هغو بریدونو کې ښکېل وبولي. دې خبرې د دواړو هېوادونو تر منځ مهمې اړیکې خرابي کړي.