په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

له اروپايي ټولنې وتل، وروسته به څه کېږي؟

له پایلو سم لاسي وروسته ډېرو مهمو سیاستوالو او اقتصادپوهانو د دې لپاره چې خلکو ته ډاډ ورکړي ويل په راتلوونکو څو میاشتو کې به د بریتانیا او اروپايي ټولنې تر منځ ډېر څه نه بدلېږي.

خو اروپايي پارلمان یوه ځانګړې غونډه کوي چې پر دې پایلې غور وکړي. نو له اروپايي ټولنې د وتو له دې پرېکړې وروسته څه کېږي؟