په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د سپينې ماڼۍ انځور اخيستونکی چې د اوباما د مشرۍ هر خوځښت یې څارلی

ښايي ډېر دې ته په تلوسه سترګې پر لار وي، چې راتلونکی کال به د سپينې ماڼۍ استوګن څوک وي، خو هر څوک چې وي، يو رسمی انځور اخيستونکی به یې هر ګام او هر خوځښت ورسره ثبتوي.

د ۲۰۰۹ کال له جنورۍ راهيسې دا دنده د پيټ سوزا پر غاړه ده، چې له هماغه پيله له ولسمشر اوباما سره ملګری دی.

دی د خپلې تجربې کيسه شريکوي، چې وايي د تاريخ د ثبتولو احساس يې ورسره کاوه.