په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

په جګړو کې د وژل شوو طالبانو پر قبرونو زیارتونه

په خوست کې د القاعدې او طالبانو د وژل شویو کسانو په قبرونو اوس زیارتونه جوړ شوي او ډلې ډلې خلک دعا او درناوي ته ورځي.

د خوست ښار په یوې څنډه کې د څلویښتو قبرونو یوه ټولګه تر نورو مشهور زیارت دی.

دغه کسان په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا په هوايي بریدونو کې وژل شوي و. د خوست په تړاو زموږ د ځانګړې رپوټو د لړۍ په لومړي رپوټ کې سید عبدالله نظامي خوست کې د دغه زیارت لیدو ته ورغلی.