په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

خوست کې ځایي خلکو په خپل لګښت پلونه جوړ کړي

د افغانستان خوست ولايت په ځینو سیمو کې خلکو پر لویو لارو په خپل لګښت پلونه جوړ کړي او هغه موټر چلونکي چې پرې تېرېږي مالیه ورکوي.

د پله پالونکي وايي هم یې د خلکو کړاو کم کړی او هم یې ځان ته د ګټې وټې ښه لاره جوړه کړې ده.

زموږ همکار سید عبدالله نظامي د خوست له ولایت سره په څو کیلو مټرۍ کې دغه ډول پلونه لیدلي او له خلکو سره پرې غږېدلی دی.