په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د سوريې کړکېچ او مرستندويه چارې

سوریې لپاره د ملګرو ملتونو استازي پر روسیې غږ کړی دی چې مرستندویه چارې ملګرو ملتونو ته پرېږدي.

دی دا خبرې له هغه وروسته کړې چې روسیې اعلان وکړ چې د سوریې له پوځ سره کار کوي چې بشري مرستو لپاره لارې پرانیزي او هم ولسي وګړو ته یو فرصت شي چې له کلا بند ښار حلبه ووځي.

دلته تر ۲۵۰ زرو ډېر خلک تر بمباریو لاندې ایسار دي او خوراکي مواد هم نه لري.