په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغان غر ختونکې نجونې

افغانستان کې د غر ختونکو نجونو ملي لوبډله وايي د غړو شمېر یې ډېر شوی او د غره ختلو دود مخ په غوړېدو دی.

په دغه لوبډله کې داسې نجونې هم شته چې په ځان باوري دي، له نړیوالو غرختونکو سره به سیالې شي او لوړو څوکو ته به وخېژي.

۱۹ کلنه یاسمین حسن کابل کې زموږ له همکار سیدعبدالله نظامي سره د غرونو په مزل او لیوالتیا غږېږېدلې ده.