په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

۲۱ ترک خبریالان د ناکامې کودتا په تړاو محکمې ته حاضر شوو

ترکیه کې ۲۱ ژورنالستان د استانبول په یوه محکمه کې حاضر شول. په ۲۰ نورو پسې یې چارواکي ګرځي. ويل کېږي ځینې تښتېدلې دي. تر اوسه د دې میاشتې د کودتا د هڅې په تور لسګونه زره کسان نیول شوې دي. تور پرې دی چې د دغې کودتا د پلانوونکي فتح الله ګولن پلویان دي. نو دغه ډله څومره پراخه او مهمه ده؟ رپوټ کې یې ګورو: