په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د افغان کډوالو شړل ''خبره دښمنۍ'' ته وړي

د پاکستان نیشنل عوامي ګوند د مشرتابه او د دغه هېواد د مشرانو جرګې پخوانی غړی زاهد خان وايي که په پاکستان کې مېشت افغان کډوال له دغه هېواده وشړل شي، نه یوازې د افغانستان او پاکستان بلکې د نوموړي په خبره د ټولې سیمې پر پرمختګ به ناوړه اغیز وکړي.

زاهد خان له بي بي سي پښتو سره ځانګړې مرکه وايي "هېڅوک نه غواړي خپل کور کلي په خوښه پرېږدي. که پاکستان غواړي چې افغانستان سره تل دوستانه اړیکي ولري، نو پکار ده چې په خپله خوښه د کډوالو ستنېدو ته زمینه برابره کړي".