په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

امرالله صالح: "حکومت غواړي په يوه او بل نوم موږ له صحنې وباسي"

له بي بي سي پښتو سره په مرکه د افغانستان د ملي امنيت ادارې پخواني مشر او د ډاکټر عبدالله عبدالله د ملاتړو له ډلې او د زرغون غورځنگ مشر امر الله صالح وايي د افغانستان ثبات او امنيت غواړي خو وايي له خپلو حقونو نه اوړي.

د نوموړي په وينا "د حکومت کوښښ دا دی چې په يوه نوم او بل نوم موږ له صحنې وباسي".

د ملي وحدت د حکومت د ترينګلتيا په اړه زموږ همکار سيد عبدالله نظامي له ښاغلي امرالله صالح سره په کابل کې خبرې کړې او پوښتلی يې دی چې دا سياسي ستونزې له کومه پيدا شوې؟