په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

بامیانو کې د دودیزې موسیقۍ زده کونکې نجونې

دافغانستان په مرکزي ولایت بامیانو کې یو شمېر نجونې د سیمه ییزې موسیقۍ دخوند ساتلو لپاره دموسیقۍ زده کړه کوي.

دن جونو دغې کوچنۍ ډلګۍ یو لوی کار ته ملا تړلې، چې دسیمې لرغونې موسیقي له ورکیدو وژغوري. دوی دموسیقي د الو زده کولو ترڅنګ د سندرو ویلو خواري هم کوي. زموږ همکار سید عبدالله نظامي د باميانو په تړاو د ځانگړو رپوټونو په ترڅ کې له همدې نجونو سره لیدلي.