هند کې میلیونونه کسان قاچاق شوي
هند کې میلیونونه کسان قاچاق شوي
په ۲۰۱۳ کال کې له ۲۰ تر ۶۵ میلیونو کسان هند کې په زوره د کار لپاره قاچاق شوي دي.
د انسانانو د قاچاق په اړه د امریکا یو رپوټ وايي چې د دغه ډول قاچاق ډېری قربانیان ښځېنه دي.
ډېری یې په دې تمه راولي چې ګواکې دنده به ورکوي خو بیا جنسي کاروبار ته اړ ایستل کېږي.
ځېنې په تېښته بریالۍ شي او ځيني هم وژغورل شي، خو بېرته په ټولنه کې ورګډېدل ورته یوه ننګونه وي.
بي بي سي د همداسې دوو مېرمنو لېدو ته ورغلې چې ځان ته یې کاروبار پېل کړی او د خپل ژوند د بیا جوړولو هڅې کوي.