په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

نايجريا کې لوږه

د نایجریا په شمال ختیځ کې مرستندویه ادارې د یوه ډېرېدونکي بشري ناورین خبرداری ورکوي.

دلته بوکو حرام اورپکو تر دوو میلیونو ډېر خلک بې کوره کړي دي.

ملګري ملتونه وايي ښايي ۵۰ زره ماشومان که بېړنۍ مرستې ورسره ونه شي له خوار ځواکۍ مړه شي.

دغه رپوټ کې ځینې برخې زړه بدوونکي دي.