په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د حبيب الله کلکاني بيا خښول

د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستيال جنرال دوستم د حبيب الله کلکاني بيا خاورو ته سپارل د قومونو ترمنځ د "دښمنۍ" هڅه بللې ده.

د کابل د پخواني لنډمهالي واکمن حبیب الله کلکاني له خاورو د ایستلو او بیا سپارلو جنجالونه اوس یو څه کرار شوي، د هغه او ملګرو په نوم تابوتونه یې د شپې ناوخته هماغه غونډۍ کې ښخ شول چې د ولسمشرۍ لومړي مرستیال جنرال دوستم یې مخنیوی کاوه.

د افغانستان په ګردیز او اسداباد ښارونو کې د همدې کار پر ضد لاریونونه وشول. اولیا اطرافي پرې له کابله رپوټ راستولی دی.