په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

امریکا او چین د اقلیم د بدلون په اړه تړون تصویب کړ

امریکا او چین په رسمي توګه د اقلیم د بدلون په اړه هغه تړون تصویب کړ چې ډسمبر میاشت کې هوکړه پرې شوې وه. دغه اعلان د چین په هانګزو کې د جي شل هېوادونو د سرمشرېزې په پېل کې وشو.

پاریس کې شوی دغه تړون هغه مهال په قانوني توګه پلd کېدای شي چې لږ تر لږه پنځوس هغه هېوادونه یې تصویب کړي چې د نړۍ ۵۵ سلنه کاربن ګاز تولیدوي.

د دغه تړون له مخې د نړۍ ټول هېوادونه اړ دي چې د هوا د تودوخې د لوړوالې درجه تر دوه سانتیګرېدو ټېټه وساتي او هڅه وکړي چې د شین کورېزو ګازو تولید راټیټ کړي.