په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

سېراليون له اېبولا ناروغۍ وروسته

سېرالیون کې هغو کسانو د اتلانو په توګه کتل کېدل چې د ایبولا له امله د مړو شوو کسانو مړي به یې ښخول.

دغه هېواد د تېر کال پای کې له ایبولا پاک اعلان شو.

بي بي سي داسې یوه ډله څارلې وه چې په پلازمېنې فریټون کې یې د ناروغۍ د شدت په مهال همدغه دنده درلوده اوس بېرته ورستنه شوې چې وګورې دغه خلک بېرته خپل ژوند ته راستانه شوي که نه؟