په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

اروپا کې د بایو مېډېکل څېړنې تر ټولو لوی مرکز پرانيستل شوى

په اروپا کې د بایو مېډېکل څېړنې تر ټولو لوی مرکز پرانيستل شوى دى.

په جوړېدو باندې یې ۶۵۰ میلیونه پونډه لګېدلي دي.

د فرانسېس کرېک انسټیټیوت رسمآ لندن کې پرانیستل شو.

له ۱۲۰۰ ډېر سایسنپوهان لري. ټول د نړۍ له بېلا بېلو برخو دي.

دوی غواړي چې د اېچ ای وي، ملاریا، سرطان او زړه ناروغیو ته ورته ناروغیو لپاره د معایناتو، درملنې او مخنيوي لارې چارې پیدا کړي.