په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ارزګان ترينکوټ جګړه

د افغانستان په مرکزي ولايت ارزگان کې رپوټونه وايي طالبان د ولايت مرکز ترينکوټ کې له افغان امنيتي ځواکونو سره په جگړه بوخت دي.

تېر کال د څو ورځو لپاره د کندوز ولايت د مرکز له نيولو وروسته دا لومړى ځل دى چې طالبان د کوم ولايت مرکز ته ورنژدې شوي دي.

له گاونډي ولايت کندهاره مامون درانى وايي اوس ناټو هوايي ځواکونه خوځېدلي او ارزگان ته نور سرتېري هم رسېدلي دي.