په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د حج مراسمو امنيت

د هر کال په څېر سږ هم د نړۍ له لر او بره په میلیونو مسلمانان د حج فریضې ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته تللي دي.

خو سږ کال د مدینې او مکې مکرمې په مقدسو ځایونو کې سخت امنیتي تدابیر نيول شوې دی.

تېرکال دغو مراسمو کې د ګڼې ګوڼې او ګډوډۍ له امله په سلګونو حاجیان مړه شوي وو.