په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ټرمپ او هېلري کلنټن امریکايان وېشلي

د امریکا سږنیو ټاکنو ته ولاړې دېموکراتې نوماندې هلري کلنټن بښنه غوښتې، ځکه ويلي يې وو د سیال ډونالډ ټرمپ سم نیمايي ملاتړي د "خواشینۍ" وړ دي>

خو بیا یې هم پر خپل سیال سختې نیوکې وکړې او وايي سیالي به همداسې روانه ساتي.

په تېرو څو ورځو کې هيلري کلنټن له ډونالډ ټرمپه وړاندې وه. دغه اوونۍ دا فلورېدا کې ده_ همدې ځای باندې د دې دواړو ډېر پام دی ځکه په تېرو پنځو ولسمشریزو ټاکنو کې دې ایالت د کټوونکي کاندید ملاتړ کړی دی.

بي بي سي هم له مېرمن کلنټن سره په کمپاین تللې.