په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د شېکسپېير ليکنې ولې له اوسني عصر سره تړاو لري

د بریتانیا د مشهور لیکوال ویلیم شېیکسپېیر له مړینې ۴۰۰ کاله کېږي. د دومره وخت له تېرېدو سره سره یې لیکنې اوس هم له ژوند سره تړاو لري.

ډېری لیکنې یې پر تعصب، جنسیت، جنسي توپیر او جګړې دي.

په ۱۹۸۷ کال کې افریقا کې د نسل پالنې په اوج کې د سوېلي افریقا یوه فلمي ستوري ډاکتر جان کاني د اووتېلو رول ولوباوه.

دی په اوس وخت کې د وېشلې ټولنې سره د هغې پارچې د تړاو په اړه غږېږي.